زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/05/02 - 05:07:5
زيارة: 294
مشاركة مع الـأصدقاء

واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي
 واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین وویل چې ده تراوسه د غزې پر جنوبي ښار رفح د اسراییل د پوځي عملیاتو پلان چې د ملکیانو ژوند خوندي کړي، نه دی لیدلی او یو ځل بیا یې یادونه وکړه چې واشنګټن به د دغسې یوې حملې ملاتړ ونه کړي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، بلېنکین او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په بیت المقدس کې د دوه نیمو ساعتونو لپاره لیدلي او له هغې وروسته اسراییل بیا ټینګار وکړ چې پر رفح به عملیات د متحدو ایالتونو د دریځ او د ملګرو ملتونو د سخت خبرداري سره سره چې وایي هغه به غمیزه رامنځ ته کړي، پر مخ یوړل شي.

بلېنکین خبریالانو ته وویل، متحده ایالات نه شي کولای او نه به هم پر رفح د لویو پوځي عملیاتو ملاتړ وکړي، تر هغې چې ولسي وګړو ته د زیان نه رسېدو لپاره یو اغیزناک او ډاډمن پلان موجود نه وي. هغه زیاته کړه موږ دغسې یو پلان تراوسه نه دی لیدلی.

بلېنکین څرګنده کړه نورې لارې هم شته، زموږ په باور غوره لارې چې د حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، د روانو ننګونو په وړاندې ورڅخه کارواخیستل شي او پر رفح لویو پوځي عملیاتو ته اړتیا پېښه نه شي.

هغه وویل دا هغه څه و چې ده له اسراییلي چارواکو سره په خبرو کې مطرح کړې.

د رویترز د راپور له مخې، د اسراییل د حکومت یوه ویاند وویل، اسراییل کلکه اراده کړې چې د حماس پاتې وسله وال به له منځه وړي.

دغه ویاند زیاته کړه چې اسراییل ژمن دی چې د حماس د پنځو کنډکونو وروستي څلور کنډکونه به په رفح کې له مینځه وړي او په دې اړه خپل پلانونه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکین سره شریکوي.

له دې مخکې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ په رفح کې یو ځل بیا د پوځي عملیاتو پرپیلیدو ټینګار وکړ. هغه ښار چې د غزې د ۲،۳ ملیون وګړو شاوخوا نیمایي یې له جګړو دې ښارته پناه ور وړې.

نتنیاهو همدارنګه ویلي، که د اوربند پر موافقې سلا وشي، یا ونه شي، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس ډلې وسله وال بشپړ له منځه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل د سې شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د اوربند لپاره د خپلې طرحې په اړه د حماس ډلې ځواب ته انتظار کوي.

حماس د تېر کال د اوکتوبر په اومه پراسراییل په غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل، خو اسراییل یې په ځواب کې پرغزې تړانګې پوځي عملیات پیل کړل چې د فلسطیني چارواکو په وینا په نتیجه کې یې په تېرو نژدې اوو میاشتو کې له ۳۴زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31383






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم